د فیفا یا د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو مشر نن سهار(چارشنبه د مرغومي ۳) په کابل کې د ناڅرګندو وسلوالو پر ډزو ساه ورکړه.
د کابل پولیسو تائید کړې، چې یوسف رشید د کابل ښار په اوومه ناحیه کې د وسلوالو په برید کې وژل شوی او د هغه موټر چلوونکی کې ټپي دی.
د یوسف رشید ورور ویلي، چې نوموړي روغتون ته پر لار ساه ورکړې ده.
یوسف راشید په افغانستان کې د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ ځوان اجرائیوي مشر و.
تر دې دمه د دې پیښې مسوولیت چا ندی منلی.
LINK: https://www.ansarpress.com/english/21390
TAGS: